IQNA

 په مراکش کې نوو مقرراتو د قرآني تعلیمي نظام  لپاره یولړ ننګونې راپور ته کړي

10:35 - May 05, 2025
د خبر لمبر: 3491065
ایکنا - په مراکش کې دودیز تعلیمي بنسټونه د هېواد د اوقافو وزارت لخوا د شخصي قرآني مرکزونو د ملاتړ لپاره د نوي مقرراتو د دفترچې له صادرېدو وروسته له ننګونو سره مخ دي.

 ایکنانیوز  د مدار ۲۴ په حواله راپور راکړی، دغه بنسټونه د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۸  نیټې د اوقافو او اسلامي چارو وزارت لخوا د  نوي ثبت او مشخصاتو د رعایتولو د  اړتیا په اړه د صادر شوي دفترچې له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

دغې دفترچې په ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو سخت شرایط وضع کړي، او د تربیت کونکي بنسټونه ئې پلي کول، په  تیره بیا  په هغو سیمو کې چې د بیخ بینائيو  کمزورتیا او امکانات  کمښت لري، ستونزمن ګڼي.

یو له شرایطو څخه دا دی چې تعلیمي بنسټونه باید هغه زده‌کوونکي ونه مني چې په رسمي تعلیمي کچو کې ئې طبقه‌بندي شوي نه وي، حال دا چې دا زده‌کوونکي د قرآن حفظ کولو په ښوونځیو کې اصلي رکن ګڼل کیږي.

د تربیوي چارو فعالان په دې باور دي چې اعلان شوي شرایط د قرآن د حفظ کولو دودیز تعلیم، چې د دغې چارې اصلي بیرغ‌دار دی، منفي اغېز کوي، په تیره بیا  دا چې ځینې شرایط د عمر د ډلو پر اساس د جلا ودانیو پر جوړولو او له نږدې قرآني ښوونځیو سره پر ملګرتیا ټینګار کوي، چې په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې یې ترلاسه کول ستونزمن دي.

سربېره پر دې، د یوه بنسټ او بل ترمینځ د سرچینو او وړتیاوو د پام وړ توپیرونو په پام کې نیولو سره، د مالي ملاتړ له زده‌کوونکو شمېر او تحصیلي پایلو سره تړل د ناظرانو له خوا غیرعادلانه ګڼل کیږي.

هغه څه چې کړکېچ نور هم زیاتوي، هغه لنډ مهلت دی چې بنسټونو ته د نوي قوانینو او اړتیاوو د رعایت لپاره ورکړل شوی دی. دوی باید د ۲۰۲۵ کال د مئ تر پایه دا اړتیاوې پوره کړي، چې دا کار لسګونه ښوونځي د ملاتړ له لاسه ورکولو یا حتی بشپړ تړل کېدو له ګواښ سره مخ کوي.

تعلیمي فعالان همدارنګه ټینګار کوي چې د دې شرایطو پوره کول پرته له تدریجي پلي کولو یا د مراکش د اوقافو وزارت له ملاتړ پرته، کولای شي دودیز تعلیمي جوړښت کمزوری کړي او ډېری زده‌کوونکي د معتبر او دودیز دیني تعلیم په چوکاټ کې د زده‌کړې له فرصتونو محروم کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4280145       

captcha